ایراني رسنیو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ایران د ولسمشر “ابراهیم رئیسي” جنازه به نن پنجشنبه د ورځې تر ناوخته په “مشهد” کې د شیعه مذهبو د “اتم امام” په زیارت کې خاورو ته وسپارل شي.

ایراني رسنیو زیاته کړې چې د رئیسي او هغه سره د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د نورو مړو شویو ایراني چارواکو د جنازې لمونځ تېره ورځ تهران کې د سیمې د ګڼو هېوادونو د چاروکو په حضور کې اداء شو.

اخوا ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې نن پنج شنبه د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” خاورو ته د رئیسي سپارلو په مراسمو کې د ګډون په موخه ایران ته سفر کوي.

بل لور ته د رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ د قطر امیر شیخ “تمیم بن حمد الثاني” او د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او کوېټ د بهرنیو چارو وزیران هم تهران ته تللي دي.

د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او شپږ نور چارواکي د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران په ختیځ “اذربایجان” ولایت کې د چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

افغان حکومت د خپل ګاونډي هېواد د حکومت او ولسونو سره د خواخوږۍ په موخه د اعلامیې د خپرېدو ترڅنګ تېره ورځ د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تر مشرۍ لاند یو پلاوی ایران ته د ولسمشر رئیسي او د هغه سره د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د وژل شویو چارواکو د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه سفر کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version