Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»ایران امریکا ته: له اسرائیلو سره د ایران په شخړه کې مه راګډیږئ
    منځنی ختیځ

    ایران امریکا ته: له اسرائیلو سره د ایران په شخړه کې مه راګډیږئ

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش14 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ایران دا خبرداری وروسته تر هغه ورکړ، چې په اسرائیل یې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.

    ایران ویلي، چې دغه بریدونه یې د سوریې په پلازمېنه “دمشق” کې د دوی په قونسلګرۍ د اسرائیلو د هوایي برید په غبرګون کې کړی دی.

    په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ په یوې اعلامیې کې، چې د “اکس” په ټولنیزې شبکې یا پخواني ټویټر کې خپره شوې، ویلي چې د ایران پوځي اقدام په دمشق کې د قونسلګرۍ په ودانۍ د صیهونیستي رژیم د تیري په غبرګون کې شوی.

    په اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی که د اسرائیل رژیم بله سهوه وکړي، د ایران ځواب به له دې هم قوي او شدید وي.

    د ایران دایمي استازولۍ همداراز په اعلامیه کې متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی، چې په دې شخړې کې دې نه ور ګډیږي.

    په اعلامیې کې راغلي: ” دا شخړه د ایران او اسرائیل بې لارې رژیم تر منځ ده، چې باید متحده ایالات ترې لرې ووسي”

    د ایران د بریدونو وروسته یو شمېر نړۍوالو رسنیو د اسرائیلي چارواکو په حواله راپورونه خپاره کړل، چې اسرائیل به د ایران د بریدونو په غبرګون کې ورته بریدونه ترسره کړي.

    په ورته مهال د ایران دفاع وزارت ویلي، که اسرائیلو د بیا کوم اقدام هڅه وکړه، تر ننني ډرون بریدونو به سخت ځواب وویني.

    د العربیه رسنۍ راپور ورکړی، چې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په مشرۍ ددغه هیواد د جنګ کابینه پر ایران د متقابل برید لپاره پریکړې ته نه ده رسیدلې.

    دغې رسنۍ زیاته کړې، چې د ورځې په اوږدو کې به دغه کابینه بله غونډه وکړي.

    مخکینۍ مقالهله پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو تازه لړۍ سبا پیلېږي
    راتلونکي مقاله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: نړۍ دې د اسرائیلو روان جنایت ودروي

    مربوطه لیکنې

    امریکا د غزې اوسېدونکو ته د ویزو ورکولو بهیر ودراوه

    17 اگست 2025

    حماس: «لوی اسرائیل» نظریه عربي او اسلامي نړۍ ته ګواښ دی

    14 اگست 2025

    له نړيوالو غبرګونونو سره سره اسرائيلي رژيم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۳ فلسطينيان شهيدان کړي

    13 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 17 اگست 2025

    نا څرګندو وسله‌والو خیبر پښتونخوا کې اووه سیلانیان وژلي

    د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له‌مخې، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې ناڅرګندو وسله‌والو…

    خبریال او سياسي شنونکی میرویس افغان: پاکستان هڅه کوي د پخوانيو ټوپکیانو او پاکستان پلوه افغانانو په مټ افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار پرانيزي

    17 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    17 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نا څرګندو وسله‌والو خیبر پښتونخوا کې اووه سیلانیان وژلي

    17 اگست 2025

    خبریال او سياسي شنونکی میرویس افغان: پاکستان هڅه کوي د پخوانيو ټوپکیانو او پاکستان پلوه افغانانو په مټ افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار پرانيزي

    17 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    17 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،944 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،964 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.