د پولینډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک خبرداری ورکړی، چې شمالي اتلانتیک تړون (ناټو سازمان) د پاشل کېدو په درشل کې دی.

ټوسک زیاته کړې، چې د دې حالت لامل بهرني دښمنان نه، بلکې په خبره یې د ائتلاف دننه روانه بې‌باوري ده.

هغه ټینګار کړی، چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه باید د دې «ګواښ» د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او اروپایي هېوادونو ترمنځ ناندرې رامنځته شوي او ټرمپ تازه ویلي، چې واشنګټن به جرمني کې خپل پوځي حضور کم کړي.

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې دا هم ویلي وو، دا شونتیا هم ارزوي چې څنګه کولای شي ناټو سازمان کې د امریکا غړیتوب پای‌ته ورسوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version