د ایراني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دغه هېواد د سترې محکمې په تائید د کوروش کیواني په نوم یو کس د صهیونیستي رژیم استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور اعدام شو.

د راپور له مخې، نوموړی د ایران د حساسو امنیتي او پوځي مرکزونو انځورونه صهیونیستي استخباراتو ته استولي وو.

هېره دې نه وي، چې ایران تر دې وړاندې هم د صهیونیستي رژیم استخباراتي ادارو ته د جاسوسۍ په تور ګڼ شمېر کسان نیولي او اعدام کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version