په کابل کې د ایران سرپرست سفیر علي رضا بیکدلي ويلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو اوږدمهاله ستونزه د وروستیو بریالیو خبرو له لارې حل شوې او په دې برخه کې دواړو لورو یو او بل ته ډاډ ورکړی دی.
نوموړي له یوې داخلي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې دا پرېکړه د اسلامي ورورګلوۍ او د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو پر بنسټ شوې ده. بیکدلي همداراز ويلي، چې په وروستیو دریو کلونو کې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د پخوا په پرتله څو ځله زیاته شوې او دوی هڅه کوي چې له خپل دغه ګاونډي هېواد سره اقتصادي همکارۍ لا پراخې کړي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان او ایران په خپلو کې د اوبو د وېش پر سر یو تړون لري، خو په دې وروستیو کلونو کې د پرلپسې وچکالیو له کبله په افغانستان کې دننه د اوبو سطحه راښکته شوې، چې دې چارې ایراني لور ته اندېښنې راولاړې کړې وې، خو کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر له وروستي سفر او خبرو اترو وروسته دا ستونزه حل شوې ده.