د سولې، سوکالۍ او امن دښمنان، د دې هېواد د تاریخ په ټنډه تور داغ، د پردیو هېوادونو لاسپوڅي او هغه چې هېواد يې لسیزې د غم په ټغر کېناوه؛ دا ډله خلک د افغانستان په داخل کې له هېڅ یوه حکومت سره په یوه ټغر نه دي کېناستلي او نه یې هم په هیڅ نوع حکومت خپله رضا څرګنده کړې ده، هغه که شاهي حکومت و، که مجاهدین وو، طالبان وو، جمهوریت، یا هم سرپرست حکومت دی، د دې ټولو پر وړاندې په یوه مشترکه نقطه کې راټولېږي، چې هغه د پر ځان بسيا او پُر امنه هېواد سره تلپاتې دښمني ده.
افغانستان د پخوانیو سیاسیونو او چارواکو د ازموینو ډګر دی، د دوی ټول تېر وخت د ولس په اذهانو کې ثبت دی؛ د سرپرست حکومت مخالفي ډلې، ټپلې او مخالفین چې له نني امن سره کومه دښمني کوي، دا ننۍ نه ده، بلکې دا د دوی د تورې او بدمرغه سابقې غوښنه برخه جوړوي، دوی هر مهال هېواد پرمختګ ته نه دی پرې ایښی، په هر حالت کې شخصي ګټې ورته مهمې دي او د دوی ګټې له نا امنۍ پرته نه تأمینېږي، همدا جګړه ده چې ځینو خلکو ته کار، پیسې او واک ورکوي. هغه جنګ سالاران چې د نیابتي جګړې له لارې قدرت ته رسېدلي وو، نه غواړي چې سوله راشي، ځکه چې سوله د دوی د ګټو پای ته رسېدل دي.
د سرپرست حکومت مخالفین د دې باوجود، چې تورې او بدې سابقې لري، د جمهوریت پر مهال یې فساد، تعصب او د قدرت انحصار ته کار ویلی و، د دوی د حاکمیت دوره تر ټولو فاسده دوره وه، چې د افغانستان په نوم راغلیو میلیاردونه ډالرو کې یې اختلاس وکړ. هغه خلک چې نن د عدالت او ټولشمولیت تر عنوان لاندې، په هېواد کې نا امنۍ ته لمن وهي، که دوی واقعاً د عدالت او ټولشمولیت لپاره کار کاوه، نو د جمهوریت پر مهال به یې دا اصول پلي کړي وو. د دوی د واک پر مهال هېواد د نړۍ په کچه نا امنه، په فساد کې لومړۍ درجه او هېواد په سمتونو، قومونو او شخصي جزیرو وېشل شوی و، بیا هم هماغه خلک تر بېلابیلو عنوانونو لاندې د هېواد شته امن ګواښي.
ډېر داسې لاملونه شته چې د سرپرست حکومت مخالفین د هغه پر اساس شته امن اخلالوي، خو مهم هغه یې له قدرت څخه د جنګ سالارانو ګوښه کېدل یادولی شو؛ هغه جنګ سالاران چې د جمهوریت پرمهال یې د قدرت واګې په لاس کې وې، د هېواد د ګمرکاتو عواید د سمتونو پر اساس د دوی ترمنځ وېشل کېدل، د وزارتونو په کچه قراردادونه په بډو وهل کېدل، وزیران او والیان د اداري فساد، رشوت او تعصباتو په ډنډ کې تر ستوني غوپه وو، د نړۍوالو مرستو یوه لویه برخه د حکومتي چارواکو، قراردادیانو او شخصي شرکتونو جیب ته تلل.
د پولیسو او اردو د لوژستیکي وسایلو قاچاق، مهمات، تېل او تجهیزات به غلا کېدل، دولتي او شخصي ځمکې د زورواکانو او جنرالانو له خوا غصب کېدې، جنګ سالارانو شخصي زندانونه درلودل، مخالفین او ملکي وګړي به یې له نیولو وروسته شکنجه کول او حتی ځینې یې بې محکمې وژل. دې ټولو کړنو د جګړې په دوامداره کولو کې په پراخه کچه مرسته کول او د نا امنۍ کچه لوړېدل.
اوس چې پخواني سیاسیون او چارواکي له هېواد بهر تښتېدلي، نو د نا امنۍ د ترویج بڼه هم بدله شوې ده، دوی اوس د نیابتي ډلو په څېر د هېواد په داخل کې، د څو پیسو په بدل کې ځوانان هڅوي چې د عامو خلکو په منځ کې چاودنې وکړي، که څه هم دغه حربه یې ناکامه ده، خو په عموم کې د دغه ناکامو بریدونو په توسط هڅه کوي عامه اذهان مغشوش او هېواد نا امن وښيي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.