د سره صلیب نړیوالې کمېټې ويلي، له افغاني سره میاشت ټولنې سره په ګډه همکارۍ یې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خپلې مرستندویې چارې پراخې کړي، څو د افغانانو لپاره طبي خدمات، مالي مرستې او مهم اساسي خدمتونه برابر کړي.
د یادې کمیټې د راپور له مخې، دوی د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ تېر کال نږدې یو میلیون افغانانو ته چې ۶۵ سلنه یې ښځینه او ماشومان وه، په ۴۷ کلینکونو کې لومړني روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.
د سرچینې په خبره، دوی دغه راز څه باندې ۳۱۲ زره ډوزه واکسین تطبیق کړی او ۸ زره ۷۸۸ ماشومانو، چې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ وو، د دوی د تغذیې له پروګرامونو څخه برخمن شوي دي. د یادې کمېټې په خبره، دوی هڅه کوي چې په روان ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د خپلو مرستو اندازه لا پسې پراخه کړي.