د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي؛ چې د ایران د «هدهد» او «کوثر» په نوم دوه سپوږمکۍ د روسیې په ختیځ کې له «وستوچني» پوځي مرکز څخه د «سایوز» سپوږمکۍ‌لېږدوونکي توغندي پواسطه فضا ته واستول شوې.

مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي په وینا دا سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوي دي.

د راپورونو له‌مخې ایران له دغو سپوږمکیو څخه د توغندیو د ویشتلو پر مهال د اهدافو په نښه کولو کې کار اخلي، چې لویدیځ په ځلونو د ایران له دغه ډول ازمایښتونو خپل شکایت کړی.

د یادونې وړ ده چې ایران دا اقدام په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ یې مذهبي مشر پر اسرائیلو د ویجاړوونکي او له هغه څه د پورته اقدام کولو ګواښ کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version