د راپورونو له مخې د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو قوماندان یو ځل بیا خبر داری ورکړی، چې بې‌اسناده بهرني اتباع دې د ۱۴۰۳ کال تر پایه له دغه هېواده ووځي.

د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو قوماندان احمدعلي ګودرزي په یوې خبري ناسته کې ټينګار کړی چې د روان کال تر پایه د بې اسناده کډوالو د شړلو پالیسي د اجنډا په سر کې ده. نوموړي ویلي، چې دا خلک له ډېر وخت راهیسې د دغه هیواد له اسانتیاوو ګټه اخلي، خو اوس یې وخت دی چې له هېواده یې ووځي.

تېره اوونۍ ایراني ساتونکو یو افغان چې د اورېدلو ستونزه یې لرله راڅملولی، یوه یې لاسونه او پښې نیولي او بل ورته پر غاړه ګونډه وهلې ده، په خواله رسنیو کې دې ویډيو د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونه هم را پارولي وو.

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سربېره انس حقاني هم په وروستيو کې په ايران کې له افغان کډوالو سره زور زياتی غندلی او په ايراني لوري یې غږ کړی وو چې له يادې کړنې لاس واخلي.

ایراني چارواکي د «غیر مجاز وګړو» اصطلاح هغو افغان کډوالو ته کاروي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version