د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، “د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له پنځو مسلکي کورسونو څخه د سیمیزو قول اردوګانو او قطعاتو ۸۹ تنه ځوان منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.”

په خبرپاڼه کې ويل شوي، مسوولینو تازه فارغ شويو ته د وینا پر مهال ويلي اسلامي نظام ته خدمت د تقوا په رڼا کې ترسره کړئ او په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نور مجاهدین د مسلکي زده کړو ترلاسه کولو ته وهڅوئ.

دغه راز په خبرپاڼه کې ويل شوي، “نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه خپل چمتووالی ښودلی دی.”

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم له يادې قومندانۍ څخه ۱۵۳ تنه ځوان منسوبين فارغ شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version