نوین ساپی
نړیوال اوس په دې پوه شوي او حقیقت ته هم رسېدلي، چې افغانان په هیڅ صورت د ظلم، زیاتي، د دین او اسلام خلاف کړنو حوصله او زغم نه لري او نه د ظالمانو او یرغلګرو پر وړاندې ارام کیني، دې هیواد کې د نړۍ سترو او اتوم لرونکو قوتونو غاښ ماتوونکي ګوزارونه خوړلي او په ګونډو شوي دي، لکه؛ انګریزان، سره لښکر (شوروي اتحاد)‌ او د ناټو ځواکونه چې په پرمختللو لېزري وسلو سمبال وو، په نړۍ کې یې په سر، سر نه مانه، خو باوجود دوی له دې هیواده وتښتېدل، د افغانانو میړانه د تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو لیکل شوې.
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له افق دولتي شبکې سره په یوې تازه مرکې کې یادونه کړې، چې د نړۍ په کچه هیڅ یو زورور قوت افغانستان کې نه شي ټینګېدای او په تېښته ترې تښتي.
په مرکه کې یې دا هم ويلي، لکه څنګه چې یې موږ وینو او لیدل کېږي چې افغانستان د ظالمو او یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې مقاومتي هیواد دی، که څه هم غزه له افغانستانه ليري ده که وغواړي د هغوی د حمایت لپاره د‌ استشهادیانو لښکرې چمتو کولای شي.

دا چې خپله ایران او نور بهرني هیوادونه په دې اګاه دي او اګاهي هم لري، نوره دې لاسوهنه پرېږدي او په داخلي چارو کې دې د دې هیواد دخالت نه کوي.
ایران همیش ابلیسي چارې مخ ته وړي، د افغانانو پر وړاندې یې دوه مخي سیاسیت غوره کړی دی، په دې خبرو غواړي چې د نړیوالو پام یوځل بیا افغانستان ته واړوي، دوی دي د دې پر ځای ځان باندې سیاسي فشارونه راکم کړي.

۱ څرگندون

  1. هيڅ کله هم نه موږ پوهېږو چې دا نړۍ دوه مخې ده که ايران ژوندی دي وي ايران موږ تل د دوئ په اسلامي ننګ وياړو.
    د انګرېزانو قانون همدا ديموکراسي چې فقط د قانون مطابق اوسه چې څه کوې هغه کوه،نه نه فقط اسلامي قانون.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version