په لندن کې د اسلام ‌آباد کنفرانس دویم پړاو ناسته چې تر یو پوښښي نوم لاندې د پاکستان له استازو سره د افغانستان د معضلاتو د حل په بهانه ترسره شوه، په حقیقت کې د افغان حکومت د هغو مخالفینو پر تندي د غلامۍ د تائید یو بل مهر و، چې د خپل هېواد پر ځای یې د پردیو، په تېره بیا د آی‌ایس‌آی غېږې ته پناه وړې ده. دا چې دا کسان په لندن کې د یوه استخباراتي بنسټ تر نامه لاندې د یوې قاچاقبرې په مشرۍ راټول شوي، یوازې یو تاکتیکي بدلون دی ترڅو د پاکستان مستقیمې مداخلې ته یو «نړیوال او مدني» رنګ ورکړي. د دې ناستې تنظیموونکي او مادي تمویل کوونکي په ډاګه کوي چې د دغو څېرو اصلي ماموریت د افغانستان د اسلامي او ملي ګټو پر ځای، په راولپنډۍ کې د مېشتې پوځي کړۍ د ګټو خوندي کول دي.

د دې استخباراتي ناستې تر شا تر ټولو د شرم وړ خبره دا ده چې ګډونوال یې په لندن کې له هغو پاکستاني استازو سره په «وحدت او اعتماد» یا دې ته ورته نومونو باندې غونډې کوي چې یوازې د ګوتو په شمار ورځې وړاندې یې په کابل کې د معتادینو پر یوه مرکز بمبارد وکړ او شاوخوا ۴۰۰ ملکي هېوادوال یې په شهادت ورسول. د تعجب ځای دا دی چې د مخالفینو په نوم دغو کړیو نه یوازې دا چې د دغه وحشت غندنه ونه کړه، بلکې په بې ‌شرمۍ سره یې د پاکستان د بمبارد دفاع وکړه او د توجیهاتو په لټولو سره یې ثابته کړه چې د دوی وفاداري له افغان ملت سره نه، بلکې له خپلو بهرنیو بادارانو سره ده.

د دې غونډې ټول مادي لګښتونه، د الوتکو ټکټونه او په هوټلونو کې د استوګنې پیسې د هغو ادرسونو له خوا ورکړل شوي چې د تېرو څلوېښتو کلونو په جګړو او د افغانستان په ورانولو کې لومړۍ درجه لاس لري. دا چې دغه کسان د سیاسي حل په بهانه راټول شوي، په حقیقت کې د پاکستان د هغو شومو پلانونو د تطبیق لپاره بحثونه کوي چې هدف یې په افغانستان کې یو ځل بیا د ملوک ‌الطوایفي او کورنیو جګړو احیاء کول دي. دوی د هغو طرحو مدافعین دي چې غواړي افغانستان د تل لپاره یو محتاج او په ګاونډیو پورې تړلی هېواد پاتې شي.

د لندن په ناسته کې د فدرالیزم او افغانستان د تجزیې د بحثونو راپورته کولو دا ثابته کړل چې دا ډلې له افغاني هویت منکرې دي او د هېوادنیو ګټو او علیا مصالحو د ماتولو لپاره د پردیو استخباراتو د فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي. دوی د بشري ارزښتونو تر پوښښ لاندې خپلې استخباراتي موخې پټوي، خو په حقیقت کې یې مشري د هغو کسانو په لاس کې ده چې په تېر کې یې هم خپله بې‌ کفایتي او له پردیو سره معامله‌ګري ثابته کړې ده. په ناسته کې د رښتینو ولسي استازو نشتوالی دا په ډاګه کوي چې دا یوازې د یوې خاصې او ازمویل شوې ډلې هڅه ده چې غواړي د پردیو په ملاتړ واک ته ورسېږي.

تاریخ ثابته کړې چې هر هغه تحرک چې د سیمې د هېوادونو د استخباراتي لومو په غېږ کې زیږېدلی وي، پایله یې یوازې ملت ته بدبختي راوړل او د هېواد ورانول وي. د «پاکستان ډې» یا د پاکستان د بنسټ اېښودلو له ورځې(مارچ ۲۳مې) یوازې یوه ورځ وروسته د دغې ناستې تنظیمول یو ښکاره پیغام لري، چې اسلام ‌آباد لا هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې نوی فصل پیل کړی دی او غواړي وښيي چې د لومړۍ ناستې په دیارلس زره کلدارو او یو جوړ کالیو یې څومره مطیع اجیران پیدا کړي دي. افغان ولس نور پر هغو څېرو باور نه شي کولای چې د پردیو په پیسو په بهرنیو پلازمېنو کې د هېواد پر سر معاملې کوي او له هغه ادرس څخه دستور اخلي چې د افغان ولس د ټولو ناورینونو اصلي عامل دی.

د لندن ناستې د ټولو لپاره د دوستانو او دښمنانو ترمنځ کرښه په بشپړ ډول روښانه کړه. د افغانستان د بقا او خپلواکۍ یوازینۍ لاره د هېواد په دننه کې د شته ستونزو حل او د ملي یووالي ساتنه ده، نه د پردیو په غېږ کې د نویو دسیسو او تپل شویو جګړو پلانول. هغه څوک چې نن په لندن کې د افغانستان پر برخلیک او د ملکي وګړو پر وینه معامله کوي او د دښمن د بمبارد دفاع کوي، د تاریخ په تورو پاڼو کې به د تل لپاره د پردیو د «وفادارو مزدورانو» په توګه ثبت شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version