د امريکا د دفاع وزارت پخواني سلاکار ډګلاس ماګريګور د ايران له لوري وروستيو بريدونو ته په اشارې ویلي، چې ایران په داسې نوې بڼه جګړه پیل کړې چې امریکا یې د مقابلې توان نه لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا پوځي زېرمې په ختمېدو دي، اقتصاد یې له پاشل کېدو سره مخ دی.
هغه د هرمز تنګي تړل کېدل هم د امریکا لپاره لويه ننګونه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې د ډالرو ارزښت په لوېدو سره د واشنګټن نړیوال نفوذ هم پای ته نږدې شوی دی.
تر دې وړاندې د امريکا د برحاله چارواکو په ګډون ګڼو نړيوالو شنونکو هم روانه جګړه کې د امريکا د ماتې وړاندوینه کړې ده.
