د ایران پوځ اعلان کړی، چې په کویټ کې یې د امریکا د کیمپ بیورینګ (Camp Buehring) په سیمه کې د مهماتو پر یوه ډیپو او د علي السالم په هوایي اډه کې د قوماندانۍ پر مرکزونو، د مهماتو پر زیرمو او څو پلونو تازه بریدونه ترسره کړي دي.
د ایران د پوځ په وینا، په کویټ کې د امریکا پر نورو پوځي تاسیساتو هم بریدونه شوي دي. دغه راز یې ادعا کړې چې د اردن په موفق سلطي (Muwaffaq Salti) هوایي اډې کې یې هم د امریکا د پوځي سونګ توکو زیرمې هم په نښه کړې دي.
تر اوسه د امریکا او کویټ چارواکو د دغو ادعا شویو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


