د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د دې ادارې په هڅو د ایران په مشهد او زاهدان ښارونو کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت دوه مرکزونه رسماً پرانیستل شول.

د يادو مرکزونو د پرانيستې مراسمو ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال د ثبت مرستیال مولوي محمد نبي نصرت ويلي، چې دا اداره هڅه کوي د هېواد دننه او بهر افغانانو ته خدمات اسانه کړي.

ښاغلي نصرت همدا راز له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې د کډوالو په تګ راتګ او په تهران کې د ورته دفتر د پرانیستلو په برخه کې همکاري وکړي.

ياده دې وي، چې دا مهال ايران کې افغان کډوالو ته د پاسپورټونو او پېژندپاڼو د وېش په ګډون ګڼ خدمات وړاندې کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version