د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو تېره ورځ مازدیګر مهال د مرکزي کورمې په ډوګر سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم د عسکرو پر مرکز برید کړی.

ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته د دې انځورونو په استولو سره ویلي، چې په دې برید کې د یاد رژیم دوه عسکر هلاک او ګڼ شمېر نور ژوندي نیول شوي دي.

د معلوماتو له مخې پاکستاني طالبانو د پولیسو له یاد مرکز څخه ۴۰ ميله کلاشينکوفونه، ۲ ميله MG-1، د کلاشينکوف ۱۰ بکسې مرمۍ، د MG-1 يوه بکسه مرمۍ، ۵۰ فيره د راکټ او هاوان مرمۍ، يو فېلډر موټر، يو موټرسایکل او ګڼ نور پوځي تجهیزات ترلاسه کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې پاکستاني طالبانو د پولیسو مرکز په بشپړه توګه له منځه وړی او نیول شوي عسکر یې د سيمه‌ييزو مشرانو په ضمانت خوشي کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version