د ایران د بشري حقونو ادارې ویلي؛ په وروستي یوه میاشت کې ایران ۷ تنه د افغانستان اوسېدونکي اعدام کړي.

د دغه بنسټ په وینا یاد کسان په بېلابېلو جرمونو د هغې له ډلې په جنسي تېري او وژنو کې ښکېل وو.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد رسنیو سره په خبرو کې ویلي: کوم اعدامونه چې په ایران کې تر سره کېږي، له دوی سره یې جزئیات شریک کېږي، دی په دې برخه د خپلو هڅو د دوام خبره کوي، چې تر څو یاده لړۍ ژر تر ژره بنده شي.

تر دې وړاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې، اوسمهال په ایران او پاکستان کې نږدې یوولس زره تنه افغانان بندیان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version