د ټېسلا او سپېس اېکس کمپنیو اجرایوي مشر او د امریکا د ولسمشر سلاکار ایلان ماسک ویلي چې «امریکا غږ» او «ازادۍ راډیو» کومه ګټه نه‌لري او یواځې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کوي.

ماسک د خپلې ټولنیزې رسنۍ (اېکس) په یوه پیغام کې لیکلي: «هو! امریکا غږ او د ازادې اروپا- ازادۍ راډیو باید وتړل شي.»

نوموړي ازادۍ راډیو په اړه ویلي چې، «اروپا اوس ازاده ده او دغه راډیو څوک نه اوري» نوموړي د دغو رسنیو چلوونکي افراطي کیڼ‌ اړخي لیوني بللي او ویلي یې دي چې دوی په کلني ډول د امریکا د مالیه ورکوونکو یو میلیارد ډالر سوځوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version