د هندوکش غږ د هغه خبرونو په دوام چې لا وړاندې خپاره شوي او د پاکستان د آی‌ ایس آی له مشر سره یې د جمهوریت د تښتېدلو مشرانو له پټو لیدنو پرده پورته کړې وه، بېلابیلې سرچینې او د سرپرست حکومت مخالفو رسنیو هم دا منلې چې یادو مخالفینو د دویم ځل لپاره په ترکیه کې د آی‌ ايس‌ آی له مشر سره لیدنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دغه تښتېدلي رهبران د جمهوري نظام تر سقوط وړاندې، آی‌ ایس‌ آی د افغانستان لومړی نمبر دښمن باله او طالبان یې له دې ادارې سره په همکارۍ تورنول. دوی به ټولو ته ویل چې آی‌ ایس‌ آی د طالبانو ملاتړ کوي او د پردې تر شا یې ټولې چارې کنټرولوي.

خو د وخت په تیرېدو څرګنده شوه، هغوی چې یو ورځ یې په همدې نوم پر سرپرست حکومت تخریباوه او د پاکستان له آی‌ ایس‌ آی سره یې تړلی باله، په خپله یې له دې جاسوسي ادارې سره پټې اړیکې درلودې. په خپلو مخالفینو یې د دې تورونو لګول له واقعیت څخه لیرې وو او تنها د رواني جګړې بڼه یې درلوده.

هغه حقایق چې په دې وروستیو کې بربنډ شوي، په ښکاره توګه څرګندوي چې د پرځېدلي جمهوریت مشرانو د افغانستان ګټو او خلکو ته هېڅ راز ژمنتیا نه درلوده. د خپلو مخالفینو په وړاندې یې چې هره خبره کول، تنها د خپل قدرت او موقف د ساتلو لپاره وه.

هغه ناستې، پاستې چې په دې وروستیو کې په تاجکستان او ترکیه کې له آی‌ ایس‌ آی سره شوې دي، په بشپړ ډول د افغانستان د نا امنۍ، بې‌ ثباتۍ، د آی‌ ایس‌ آی د ګټو او د ډیورند کرښې په رسمیت پېژندلو په موخه ترسره شوې دي. دا ټول نه تنها د افغانستان له خلکو سره خیانت او د ملي ګټو خلاف ګڼل کېږي، بلکې د پرمختګ او پانګونې د مخنیوي، د آسیا په سطحه د یوه اقتصادي او ترانزیټي ستراتیژیک هېواد په توګه د افغانستان بدلون په برخه کې هم خورا منفي اغېز لري.

که څه هم دا معامله‌ کوونکي هېڅکله د هوښیارو او هېواد پالو افغانانو په وړاندې نشي بریالي کېدای، خو د هغه کسانو له خوا چې څو لسیزې یې د دې ملت برخلیک په لاس کې و، د دې کار اراده او د افغانستان له پخواني دښمن سره یې لاس یو کول، د افغانستان د ځورېدلي ولس په زړه باندې نوی زخم جوړ کړ. خلک پوښتي چې ولې د دوی برخلیک څو لسیزې د داسې خاینانو او هېواد پلورونکو په لاس کې و چې له واک څخه تر لېرې کېدو وروسته چمتو دي دا خاوره وپلوري او د افغانستان د دښمنانو ګټې په دې توګه خوندي کړي.

خو یو څه چې د ډاډ او خوښۍ لامل شوي، د افغانستان د خلکو ویښتیا او د دې ډول خاینانو اصلي څېرې پېژندل دي. دا ځل هغه کسان هم چې تر دې دمه یې د تعصب پردې پر سترګو خورې وې، وتوانېدل د دې خاینانو اصلي څېرې وویني او وپېژني.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version