د خیبر پښتونخوا باجوړ ولسوالۍ کې د یوې حکومتي اېم‌ای-۱۷ ډوله چورلکې د لوېدو په پېښه کې د دوه پیلوټانو په ګډون پنځه تنه مړه شوي.

پاکستاني رسنیو د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی علي امین ګنډاپور له قوله لیکلي، چې یاده الوتکه د صوبایي حکومت له لوري باجوړ ته د مرستو د لېږد لپاره استول شوې وه.

ویل شوي، یاده الوتکه د خرابې هوا له امله لوېدلې ده.

د ویلو ده، چې باجوړ کې له تېرې شپې راهیسې شدید سېلابونه راوتلي، چې خلکو ته یې په درانه ځاني زیانونو سربېره پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version