د ایران د خاتمالانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند ابراهیم غفاري ویلي، چې امریکایی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځان سره خبرې کوي او تهران به هېڅکله له واشنګټن سره جوړجاړی ونه کړي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ویلي وو، چې له یو «بې نومه ایراني مشر» سره یې خبرې ښې روانې دي.
ابراهیم غفاري ویلي، تر څو چې پر ایران شوي بریدونه د بریدګرو له حافظې نه وي پاک شوي، «موږ به هېڅکله دوی ونه زغمو، نه اوس او نه هم په راتلونکي کې.»
د خاتمالانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند ټینګار کړی، چې د دوی په څېر خلک به هېڅکله د امریکا په څېر لوري سره جوړجاړی ونه کړي.
په ورته مهال ایراني چارواکو منځګړو هېوادونو ته ویلي، چې ټرمپ دوه ځله ایران دوکه کړی او تهران نه غواړي یو ځل بیا د هغه په خبرو وغولېږي.
ایراني چارواکو دا هم ویلي، چې د امریکا وروستي پوځي تحرکات او نظامي چمتووالی د سولې وړاندیز نه، بلکې یوه «دسیسه» ښکاري.
#هندوکشغږ
