د پاکستاني طالبانو د څو لوریو له اتحاد څخه جوړ «اتحاد المجاهدین پاکستان» سازمان په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې  خیبر پښتونخوا او ګلګېټ-بلتستان کې یې پر پاکستاني عسکرو بریدونه کړي دي.

د یاد سازمان په وینا، وسله‌والو یې د ګلګېټ-بلتستان ایالت د کوهستان ولسوالۍ په داریل سیمه کې پر پاکستاني عسکرو برید کړی، چې له امله یې یو پاکستاني عسکر هلاک شوی دی.

دغه سازمان په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د باړې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې هم د پاکستاني عسکرو پر ګزمې برید ترسره کړی، چې پکې د دوی په خبره ګڼ پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځي رژیم ځایي چارواکو تر دې مهاله د دې بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.
#هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version