د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د دوه قومونو ترمنځ ۷۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

سرچینه زیاتوي، چې یاده دښمني ‏د ځمکې د ملکيت پر سر راپوته شوې وه، چې له امله یې دواړو خواوو ته د قومي اختلافاتو ترڅنګ درانه مالي زيانونه اوښتي وو.

ورته مهال، دواړو خواوو د سرپرست حکومت هڅې ستايلي او د دوی ترمنځ ترسره شوې پرېکړه يې د سیمې د ثبات او قومي همغږۍ لپاره مهم ګام بللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version