د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې د ایران د ولس ژور فکر، زغم او فرهنګي ارزښتونه د ارزښتناکو غالیو په بڼه ډېر ښه ښکاري، چې لوړې حوصلې سره اوبدل شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران خپل ارزښتونه پېژني، خپلواکۍ ته درناوی لري، چا ته اجازه نه ورکوي چې برخلیک یې وټاکي او که امريکا له ايران سره مذاکرات غواړي نو ټرمپ دې د ايران د مذهبي مشر له سپکاوي لاس واخلي.

عراقچي زیاته کړې، چې ایران نړۍ ته دا ثابته کړې چې صهیونیستي رژیم یوازې د خپل بادار (امريکا) تر سیوري لاندې پناه اخلي.

هغه ویلي، که ګواښونه او سپکاوی دوام ومومي، ایران به له کلک ځواب ورکولو ډډه ونه‌کړي او خپل ریښتینی ځواک به نړۍ ته وښيي.

ياده دې وي، چې ټرمپ پرون د يوه کنفرانس پر مهال د ايران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه ای پېښې وکړې او هغه یې ماته خوړلی ياد کړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version