د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، بادغیس ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده.

د خبر له‌مخې، دغه بڼونه د مقر، سنگ آتش او دره بوم په ولسوالیو کې رغول شوي دي.

د بادغیس ولایت د کرنې ریاست چارواکو ویلي، دا مهال په دغه ولایت کې له ۳۰ زرو هکتارو څخه زیات د پستې بڼونه شتون لري او د بیارغونې، جوړولو او د طبیعي پستې ځنګلونو د ساتنې له دوام سره دغه شمېر په زیاتېدو دی.

سره له دې چې وروستیو وچکالیو، اقلیمي بدلونونو او د ونو وخت نه مخکې ګل کولو د پستې ونې زیانمنې کړې دي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي هڅه کوي چې د دې محصول د تولید کچه لوړه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version