Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»باغیان؛ د افغانانو ترمنځ د اختلاف او ټکر په لټه کې
    لیکني

    باغیان؛ د افغانانو ترمنځ د اختلاف او ټکر په لټه کې

    صابر افغانصابر افغان10 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغانستان یو داسې هېواد دی چې د تاریخ په اوږدو کې له بیلابېلو ننګونو او یرغلونو سره مخ شوی؛ لله الحمد چې همېشه یې په خپل اسلامي هؤیت او بډایه فرهنګ تکیه کولو سره توانېدلی چې له دې بحرانونه څخه تېر او ووځي؛ خو په دې وروستیو کلونو کې او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د شر او فساد ډلې لاسونه خارجي دښمنانو ته ورکړي، د افغانانو د یووالي او همغږۍ د روحیې د تخریب په هڅه کې دي.

    دا هڅې په بیلابېلو بڼو لکه منفي تبلیغات، رواني جګړې او د هېواد د قومونو او پرګنو ترمنځ د اختلاف اچونې په توګه ترسره کېږي.

    په دې لیکنه کې به د شر او فساد له لوري د افغانانو د همغږۍ او یووالي د له منځه وړلو په موخه د کارېدونکو لارو او انګېزو په اړه بحث وشي.  د افغانانو د یووالي او همغږۍ د خرابولو او تخریب لپاره د شر او فساد ډلې تګلارې:

    ۱. رواني جګړه او منفي تبلیغات:د شر او فساد ډله په دې پوهېدلې چې د یو ملت د یووالي د له منځه وړلو لپاره یوه ډېره اغېزمنه لاره رواني جګړه ده؛ هغوی د رسنیو، اوازو او منفي تبلیغاتو په مټ، د دروغو او تهمتونو په خپرولو سره د افغانانو د پیوستون، همغږۍ او یووالي د حس د کمزوري کولو په هڅه کې دي.  دا تبلیغات په داسې بڼه طراحي شوي چې د انسانان په فطرت او حقیقت کې پټې او پیچلې کمزورې نکتې او ستونزې لویوي؛ هغه آبادۍ او پرمختګونه چې د هېواد په لر او بر کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې را ټوکېږي، کوچني او کمزوري ښيي، په دې سره د راتلونکي لپاره د هېوادوالو په زړونو کې شته هیلې او امیدونه کمزوري کوي، د دروغجنو خبرونو په نشرولو، د ستونزو په غټولو، او د نا امیدۍ په رواجولو سره هڅه کوي چې افغانان له یو او بل څخه جلا او تر منځ یې عمومي باور کمزوری کړي.

    ۲. د قومونو او مذهبونو ترمنځ اختلاف او ټکر اچول:افغانستان یو توکمیز او مذهبی هیواد دی چې تل یې د یووالي او پیوستون له لارې د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې خپله زړورتیا او میړانه ښودلې ده؛ د دې قوي ټکي په پوهېدو سره، د شر او فساد ډله هڅه کوي چې د مختلفو قومونو او مذهبونو ترمنځ اختلافات او تفرقې رامنځ ته کړي؛ د قومي او مذهبي کرکې په خپرولو سره دوه هڅه کوي چې د افغانانو یووالی کمزوری او د بې ثباتۍ او ګډوډۍ زمینه برابره کړي.

    ۳. د اسلامي حکومت پر امنیتي ارګانونو د باور کمزوری کول: د افغانانو په منځ کې د پیوستون د روحیې له منځه وړلو لپاره د شر او فساد ډلې بله لاره پر امنیتي ځواکونو د باور کمزوري کول دي؛ هغوی د اسلامي پوځ او د هېواد امنیتي ادارو په نښه کولو سره هڅه کوي چې پر دغو ادارو د خلکو باور کمزوری کړي.

    ۴. له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو څخه ګټه پورته کول:د جمهوریت له اجیرې ادارې څخه په میراث پاتې اقتصادي او ټولنیزو ستونزو څخه په ګټه اخیستلو د شر او فساد ډله هڅه کوي چې افغانان له اسلامي امارت څخه بېل او لرې کړي.

    د شر او فساد ډلې انګیزې:باغیان د افغانانو د پيوستون د روحيې د له منځه وړلو لپاره بېلابېلې انګيزې لري؛ چې ځینې ېې په لاندې توګه دي:

    ۱. د قدرت او واک غوښتنه: ځینې باغیان دا کړنې د واک د ترلاسه کولو او د پیسو او شتمنۍ د ترلاسه کولو په موخه ترسره کوي؛ دوی واک ته د رسېدلو لپاره د افغانانو یووالی له منځه وړي، د ملت او اسلامي امارت تر منځ واټن رامنځته کوي.

    ۲. له بهرنیو دښمنانو څخه اغېزمنتیا: د شر او فساد ډلې ډېری غړي د بهرنیو دښمنانو په ملاتړ او هڅونه عمل کوي؛ دغه بهرني هېوادونه او ډلې چې خپلې ګټې د افغانستان په بې ثباتۍ او کمزورۍ کې ويني، د همدې موخې لپاره د شر او فساد په لیکو کې د ځينو ذهني کمزورو او ناقصو افرادو مالي ملاتړ کوي.

    ۳. سیکولر نظریه: د شر او فساد ډله چې د ډیموکراسۍ او سیکولریزم د ایډیالوژیو تر اغیز لاندې ده، هڅه کوي چې د افغانانو د اسلامي یووالی او پیوستون روحیه له منځه یوسي؛ دغه کسان د افغانستان د اسلامي او مذهبي هويت په ردولو سره هڅه کوي چې د افغانستان پر خلکو د بهرنيانو عقاید، افکار او ارزښتونه مسلط کړي.

    که څه هم اسلامي امارت د افغان ولس دغو دښمنانو ته په تېرو دريو کلونو کې د لږ خوځښت او فعاليت اجازه نه ده ورکړې؛ خو بیا هم افغان ولس ته لازمه ده چې په راتلونکي کې د هر ډول مغرضو خواوو د لاسونو د پرې کولو لپاره، له اسلامي امارت سره لا زيات متحد او همغږي شي، ترڅو دا د بهرنيو اجیران مات شي او د پخوا په پرتله ډېر سرټیټي وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستان: تيرا کې پر يوه پوسته برید کې شاوخوا شل عسکر مړه او ټپيان شوي
    راتلونکي مقاله په برازیل کې د الوتکې لوېدو پېښه کې ۶۱ کسان وژل شوي

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 25 جون 2025

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي: د امریکا او صهیونیستي رژيم له لوري د اوربند منل دا ثابتوي چې اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهېږي

    د یمن د انصارالله ډلې (حوثیانو) د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي په تازه څرګندونو…

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي: د امریکا او صهیونیستي رژيم له لوري د اوربند منل دا ثابتوي چې اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهېږي

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،971 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،902 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.