په هېواد او ملت باندې د بغاوتګرو زیان او تاوانونه

د پرمختګ او ودې څخه د هېواد وروسته پاتې کېدل:

هر هېواد د وخت په تېرېدو او د مسئولینو د هڅو او ظرفیتونو د لوړېدو په سیوري کې وده، پرمختګ او انکشاف کوي.

دا امکان نه لري چې د پرمختګ او ودې زمینه چمتو او برابره وي، خو هدف ترلاسه نه شي او نتیجه په لاس را نه شي؛ ځکه په نړۍ کې داسې هېوادونه شته چې د دې ادعا ژوندي شاهدان دي او د هغوی پرمختګ او انکشاف د پام وړ دی.

لکه څنګه چې په یو هېواد کې امنیت موجود وي او د پرمختګ او ښه والي لپاره فکر موجود وي، هېڅ بهانه نه پاتې کېږي چې د پرمختګ څخه پاتې شي او یوازې راتلونکی دی چې باید په چټکۍ سره ور روان شي او په لوړو غرونو یې وخېږي.خو دا ټول هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې اداره کوونکي او زمامداران یې د دې لپاره اراده او نیت ولري.

هغه کسان چې د واک او اختیار په صدر کې دي، باید هدف یې د هېواد او وطن د ابادۍ له لارې ملت ته خدمت وي.

خو د دې سره سره چې په تېرو کلونو کې افغانستان نه یوازې دې لوړو څوکو ته ونه رسېد، بلکې ورڅخه وروسته هم پاتې شو، چې باید لامل یې په خپل بدن کې وپلټل شي او د علاج او درملنې په لټه کې یې شو.

که څه هم د دې خرابي او ویرانۍ لامل یا لاملونه پټ او ناڅرګند نه دي، لکه څنګه چې یوه دانه په بدن کې ښکاره شي څومره برجسته او معلومه وي، دا لاملونه هم همداسې معلوم دي او یوازې باید د دې چرکي دانې د لیرې کولو او د دې ساري ناروغۍ د درملنې په اړه فکر وشي.

څه شی د بغاوتګرو او وطن خوړونکو څخه پرته په دولت کې زیات تخریبونکی کېدای شي؟ هغه کسان چې ذهن او ضمیر یې له باطلو او ویجاړونکو فکرونو ډک وي او غوښتنې یې د ځان غوښتنې او د هر څه شخصي کولو په محور کې وي.

لکه چې یو انسان د کور جوړولو لپاره یوه ځمکه ولري او نقشه او بنیاد یې چمتو کړی وي، خو د عمل په وخت کې هغه سرمایه چې د کور جوړولو لپاره یې په اختیار کې ده، ذخیره کړي او له اصلي او تلپاتې او اړین کار څخه غافل شي؛ ځکه دا فکر کوي چې دا کور یې اصلي کور نه دی او هغه واړه کورونه په بهرنیو هیوادونو کې د هغه د هیلو قبله وي.

همداسې وو چې ویاړلی افغانستان د خپلې ځلانده او روښانه دورې په کلونو کې د نړیوالو سیالیو او رقابتونو په ځای کې د ګټلو او مخکښۍ پر ځای په کنډوالو کې ډوب شو او د ودې او پرمختګ لمر یې له اسمانه ورک شو.

خو نن او یو ځل بیا د هیلو خلاص افق په اسمان کې څرګند شوی او ان شاء الله په ډېرو کلونو او اوږد وخت کې نه، بلکې ډیر ژر او په چټکۍ سره به بریاوو او روښانه راتلونکو ته ورسېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version