برتانوۍ ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې موده وړاندې افغانستان ته د برتانوي علماو اته کسیز پلاوی تللی و.

راپور وایي، له دغې ډلې یو تن یې افغان حکومت ښکلی حکومت بللی دی.

راپور وایي، دغه علماو یوې غونډه کې د افغان حکومت د لرلید ستاینه هم کړې ده او ویلي یې دي چې مثبت لرلید لري.

د برتانوي علماو دغه پلاوي په خپل سفر کې د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په ګډون نورو لوړو پوړو افغان چارواکو سره هم لیدلي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version