پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په ټول هېواد کې ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ تنه ټپیان شوي دي.


د یاد وزارت د عامه اړیکو رئیس عبدالله جان سایق په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له پېښو سره د مبارزې ولایتي ریاستونو د لومړنیو راپورونو پر بنسټ د سېلابونو رامنځته کېدو له امله ۳۳ کسان شهیدان او ۲۷ کسان ټپیان شوي دي، همدارنگه تقریبآ ۶۰۶ کورونه په کلي او قسمي ډول ویجاړ شوي دي او له ۱۹۵۰ جریب څخه زیاته کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.:« د سېلابونو له امله په ټول هېواد کې تقریبآ ۸۵ کیلومتره سړکونه او فرعي لارې هم ویجاړې شوې دي د دې ترڅنگ د دغو سېلابونو له امله شاوخوا ۲۰۰ څاروي تلف شوي او له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ هم زیانمنې شوي دي.»


نوموړي زیاته کړه، د سېلابونو رامنځته کېدو په لومړنیو ساعتونو کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکو سیمو ته ځان رسولی او د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ټولگټو وزارت، د عامې روغتیا وزارت او سیمه‌ییزو مسوولینو سره په همکاري، زیانمنو ته د رسېدنې، د ژغورنې او پلټنې عملیات، لومړنیو خدمتونو او زیانمنو ته د بېړنیو مرستو د وېش چارې یې په ښه توگه مدیریت کړي دي.:«د وري میاشتې له پیل نه تر اوسه له ۲۲۸۵۱ څخه زیاتو زیانمنو او بېوزله کورنیو ته د ملي او نړۍ والو موسسو سره په همکاري بېړنۍ مرستې وېشل شوي دي او د مرستو لړۍ روانه ده.»


ده وویل، وقایوي پروگرامونه یې لومړیتوب دی او ټولې دولتي ادارې هڅه کوي چې پر وخت پېښو ته ځانونه ورسوي.
وروستیو سېلابونو او ورښتونو په کندهار، فراه، زابل، هرات او زابل ولایتونو کې ډېر زیان اړولی او بادغیس، روزگان، تخار، پروان، ننگرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکندي، کونړ، کاپیسا، پنچشېر، پکتیا، پکتیکا، لوگر او لغمان ولایتونو کې هم یې زیانونه اړولي دي.


د هوا پېژندنې ادارې نن هم د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، چټک بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.


یادې ادارې ویلي، د ورښت کچه به له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version