د بريټانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د «تحریر الشام» غورځنګ نوم یې د دوی په اصطلاح د «ترهګرو» له لېست څخه ایستلی دی.

دغه وزارت پرون ورځ، په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه د اوږدو څېړنو او له امنیتي او نړیوالو ادارو سره د سلا مشورو وروسته شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې له «تحریر الشام» غورځنګ څخه د بندیزونو لرې کول د بريټانیا د نوې تګلارې برخه ده، څو د احمد الشرع په مشرۍ د دمشق له نوي حکومت سره فعاله همکاري پیل کړي.

د دې کار موخه د سیمې د امنیت پیاوړتیا او له داعش ډلې سره اغېزمنه مبارزه بلل شوې ده.

د « تحریر الشام» غورځنګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې د بريټانیا له لوري د «ترهګرو» په لېست کې شامل شوی و، خو د سوریې وروستیو سیاسي بدلونونو په ځانګړي ډول د نوي حکومت جوړېدو لندن دې ته اړ کړ، چې خپله پخوانۍ پرېکړه بیا وڅېړي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې امریکا هم د روان کال د جولای په اوومه نېټه د ياد غورځنګ نوم د «بهرنیو ترهګرو» د سازمانونو له لېست څخه حذف کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version