د راپورونو له‌مخې، د نایجریا په شمال کې د تېلو د یوه ټانکر له چپه کېدو وروسته چاودنه رامنځته شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۵ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري آژانس د نایجریا د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې پېښه تېره ورځ د دغه هېواد په شمالي ایالت «نایجر» کې رامنځته شوې ده.

د یادونې ده، چې نایجریا کې دا ډول پېښې وخت ناوخت رامنځته کېږي، چې لامل یې د تېلو ناقانونه لېږد یا زېرمه کول وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version