راپورونه وایي، زرګونه افغانانو تېره ورځ (یکشنبه) په فرانسه، بلجیم او بريټانیا کې د افغانستان په ملاتړ او د پاکستان پوځي رژیم پر ضد لاریونونه کړي دي.

لاریونوالو د پاکستان پوځي رژیم پر ضد شعارونه بدرګه کړي او پر افغانستان یې د یاد رژیم بریدونه غندلي دي.

دوی له نړیوالو ټولنې غوښتي چې پر پاکستاني رژیم دې فشار راوړي چې د افغانستان د حریم له نقضولو او پر ملکیانو له بریدونو لاس واخلي.

لاریونوالو دغه راز خبرداری ورکړی، چې که د افغانستان امنیت خراب شي دا به د ټولې سیمې ثبات ګډوډ کړي.

دوی دغه راز ویلي، چې نړیوالې ټولنې افغانستان ته یې شا کړې او په لوی لاس یې افغان خاوره کې ورته بریدونو ته لار هواره کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version