تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امريکا د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت E-3 الوتکه چې په «آواکس» (AWACS) مشهوره ده او د سپاه پاسداران د سمندري او هوايي ځواکونو له بریدونو څخه د تېښتې په حال کې وه په نښه شوې او له منځه وړل شوې ده.

سرچینې ويلي، ايراني ځوکونو د امريکا دا ګران بيه‌ الوتکه د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت د شاهد ۱۳۶ بې‌پیلوټه الوتکې پر مټ ښکار کړې ده.

د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې نه یوازې دا غښتلې او قیمتي الوتکه، بلکې شاوخوا نورې الوتکې هم په جدي ډول زیانمنې شوې دي.

ياده دې وي، چې د ایران او امريکا جګړې له پيل راهيسې امريکا د ميليونونو ډالرو په ارزښت د دفاعي توغنديو پر مټ د ايران زرګونه ډالرو ارزښت لرونکو توغنديو مخنيوی کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version