د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې یو میلیون پونډه ځانګړي کړي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، له دې پیسو به ګرځنده روغتیايي ټیمونه، طبي مرستې، ښځو ته د ځانګړ ځانګړي روغتیایي کېټونه برابرېږي.

دغه راز ویل شوي، چې له دې سربېره هغو کورنیو ته چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، د موقتي سرپناه زمینه هم برابرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه د افغانستان ختیځ په ځانګړي ډول کنړ ولایت د زلزلې زورورو ټکانونو ولړځول، چې له امله یې زرګونه هېودوال شهیدان او ټپیان شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version