له سیمې ځایي سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې د ننګرهار په لعل پورې ولسوالۍ کې نن (سهشنبه، د وږي ۱۱مه) سهار مهال تر ورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي دي.
د سرچینې په خبره، دې سېلاب د خلکو لسکونه کورونه نړولي او خلکو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي؛ خو ځاني زیان نهلري.
د یادونې ده، چې وړمه شپه د دغه ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې د زلزلې له امله هم سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي وو.