د برېتانیا لومړي وزیر کېیر اسټارمر ويلي، چمتو یو چې له جګړې وروسته د سولې د ساتلو لپاره برېتانوي سرتیري اوکراین ته واستوو.

سټارمر دغه راز زياته کړې ده «لا تر اوسه اوکراين ته د برېتانوي سرتېرو د استولو پرېکړه نه ده شوې؛ خو په اوکراین کې د دوامداره سولې او د پوتین د نورو یرغلونو د مخنیوي لپاره سرتیري ضروري دي».

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا ویلي چې، اوکراین او اروپا به د هر “واقعیت ته نږدې مذاکراتو” برخه وي، ترڅو د مسکو او کییف جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version