د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ټولو هغو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره پوره همکاري کوي، چې د برېښنا په برخه کې پانگونه کوي.

له یاد شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محمد حنیف حمزه د قرغیزستان څخه راغلي پانگه‌وال ته ډاډ ورکړی، چې د برېښنا په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د خبرپاڼې له مخې، له قرغیزستان څخه راغلی پانگه‌وال غواړي چې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانگونه وکړي.:«موږ ټولو هغه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته چې غواړي په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانگونه وکړي پوره همکاري کوو.»

نوموړي ویلي، افغانستان د امن له اړخه د نړۍ په کچه یو امن هېواد دی او د پانگه‌والو سره د ښې همکارۍ او ورته د زمینې برابرلو په برخه کې هم نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

د قرغیزستان د سیمه‌ییزې پراختیا صندوق د کابل څانگې مشر عظمت مامبیکوف ویلي، قرغیزستان د روسیې د بېلابېلو معتبرو نړیوالو شرکتونو استازولي په غاړه لري، نو د اوبیزو دستگاوو، برېښنا لېږد مزو، سب سټېشنونو او برېښنايي تجهیزاتو د چمتو کولو په برخه کې پوره وړتیا لري او په دې برخه کې د پانگونې لپاره لېوالتیا هم لرو.: «موږ د ښې همکارۍ په نیت چمتو یو چې ستاسې تخنیکي ټیمونو ته په خپل لگښت د روزنې زمینه هم برابره کړو.»

د افغانستان برېښنا ډېره وارداتي ده، چې له تاجیکستان، ازبېکستان او ترکمنستان څخه وارده شوې ده. افغانستان د اوبو، بادي برېښنا، گازي برېښنا او لمریزې برېښنا گڼې سرچینې لري؛ خو لا هم خپلې اړتیاوې د وارداتي برېښنا څخه پوره کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version