Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»برېښنا شرکت: د کاسا زر پروژې د پلې کېدو په تړاو یې د کندوز ځايي مسوولینو سره خبرې کړې
    افغانستان

    برېښنا شرکت: د کاسا زر پروژې د پلې کېدو په تړاو یې د کندوز ځايي مسوولینو سره خبرې کړې

    عمران آغاعمران آغا9 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه د کندوز له والي نثار احمد نصرت او د استخباراتو رئیس عبدالرشید منېب سره لیدلي او د کاسا زر پروژې لپاره یې د هر ډول اړینو اسانتیاوو په برابرولو ورسره خبرې کړې دي.
    له برېښنا شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د غوره پرمختگ لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سربېره ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینې په برابرولو هم خبرې شوې دي.: «دغه راز د کندوز له ځايي مسوولینو غوښتنه وشوه چې د برېښنا پراختیايي پروژو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو او ضایعاتو مخنیوي کې دې بشپړه همکاري وکړي».
    د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه، غواړي هېواد کې د لویو پروژو پاتې چارو بیا پیل او بشپړولو لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي او د برېښنا پر ولایتي واحدونو هم منظمه څارنه ولري، څو پېرودونکو ته هر ډول اسانتیاوې رامنځته شي او ټاکلي پلانونه پر وخت په منظم ډول تطبیق شي.
    د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰ کېلومترو په اوږدوالي د کندوز له شېر خان بندر څخه د ننگرهار تر تورخم پورې بشپړېږي، د کاسا زر پروژې په مرسته قرغیزستان او تاجېکستان به د یو ۱۲۲۲ کیلومتره د انرژۍ انتقال لیکې پرمټ ۳۰۰ مېگاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېگاواټه پاکستان ته لېږدوي.
    د کاسا زر پروژه له منځنۍ اسیا د شېرخان بندر له لارې د افغانستان شمال ته ننوځي او له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل لغمان او ننگرهار له لارې پر تورخم پښتونخوا ته اوړي.
    افغانستان به له برېښنا د گټې اخیستنې تر څنگ په کال کې ۴۵ مېلیونه ډالره د برېښنا د ټرانزیت له پلوه هم عاید ولري.

    مخکینۍ مقالهلوگر کې شپږو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي
    راتلونکي مقاله کابل ښاروالۍ د اختر په مناسبت د څارویو د پلور او پېر ځانگړې ځایونه په ډاگه کړل

    مربوطه لیکنې

    هند له عامې روغتیا وزارت سره د سرطان ضد درملو مرسته وکړه

    28 جنوري 2026

    د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د برېښنایي پېژندپاڼو سېسټم عادي حالت ته راګرځېدلی

    28 جنوري 2026

    د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیاله: د امریکا د مرستو کمېدل افغانستان کې د دوی پر چارو اغېز نه‌لري

    28 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 28 جنوري 2026

    هند له عامې روغتیا وزارت سره د سرطان ضد درملو مرسته وکړه

    د عامې روغتیا وزارت وایي، ‏هند له دغه وزارت سره د همکاریو په دوام ۲.۵…

    د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د برېښنایي پېژندپاڼو سېسټم عادي حالت ته راګرځېدلی

    28 جنوري 2026

    شمالي کوریا د KN-25 څوګوني راکټي سېسټم پرمختللې بڼه ازمویلې

    28 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هند له عامې روغتیا وزارت سره د سرطان ضد درملو مرسته وکړه

    28 جنوري 2026

    د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د برېښنایي پېژندپاڼو سېسټم عادي حالت ته راګرځېدلی

    28 جنوري 2026

    شمالي کوریا د KN-25 څوګوني راکټي سېسټم پرمختللې بڼه ازمویلې

    28 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.