د بریښنا شرکت ویاند وایي، په تېرو دوو کلونو کې یې له یو شمېر سیاسي څېرو او زورواکو نږدې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ پورونه راټول کړي دي. د شرکت ویاند که څه هم د چا نوم نه دی په ډاګه کړی، چې خپل پورونه یې نه دي پرې کړي خو د دغو پورونو د راټولولو ډاډ یې ورکړی دی. بلخوا د کابل ښار یو شمېر هستوګن د برېښنا شرکت له دغه اقدامه هرکلی کوي او زیاتوي، چې له پوروړو سره باید جدي چلند وشي.یو شمېر اقتصادي شنونکي بیا پر دې باور دي، چې د پورونو راټولول به په رڼه توګه، له نورو هېوادونو د برېښنا د وارداتو په زیاتوالي کې هم ګټور ثابت شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version