وحیدالدین حیدر

دا طبعي خبره ده چې انسان هغه نقطې ته ډېر حساس او متوجې وي چې له کوم ځایه یې ډېر زیان لیدلی وي، دا چې زموږ بزګر، دوکاندار، ډریور، ووړ او زوړ، نر او ښځه، محصل او متعلم، عام ځوانان او پېغلې او نورې طبقې چې ګورو دوی په سیاست ورګډ وي له حالاتو خپل تحلیلونه او تجزیې لري، له مسایلو سره نا اګاهانه چلند کوي.دوی نه دي ګرم د شریعت لارښوونه همدا ده چې مسلمان باید له یو سوري (غاره) دوه یا څو ځله ونه چیچل شي خو موږ په کراتو کراتو چیچل شوي یوو.زموږ پښتانه متل کوي چې ړوند یو ځل امسا ورکوي، مګر له موږ بار بار ورکه شوې.هو موږ باید سیاسي شعور ولرو خو له مسایلو سره باید اګاهانه چلند وشي.موږ باید سیاستونه مدیریت کړو که یې ونه کړو سیاستونه راباندې کیږي چې دا زموږ یوه ترخه او بارزه تجربه ده چې پر موږ سیاستونه شوي او بیا دې سیاستونو د سیاسي دوکاندارۍ بڼه خپله کړې.خلکو د تاریخ په اوږدو کې پردي جنګونه راوړي دلته یې د جګړو اور بل کړی، خو موږ یې د دې اور لپاره د خس او خاشاکو په څېر استفاده کړي وو.د جنګ قومندانانو، د جګړې مدیرانو یا د جګړې لوبغاړو هیڅکله د ځان لپاره مرګ نه دی غوښتی، حتی د شهادت مقدس مقام یې هم نه دی غوښتی، مګر د غریب وطندار په مرګ چې دده د سیاست په دوکاندارۍ کې قرباني شوی د شهادت مبارکي یې هم ورکړې.راځئ دا مسله د افغانستان د سیاستونو په هینداره کې وګورو، برهان الدین رباني جنت یوازې د بیوزلو زامنو ته غوښته صلاح الدین خان ته یې په لوړ کیفیت ښوونځی او پوهنځی وغوښت.هغه غریب بدخشانیان چې خویندې يې د ولادت پرمهال د روغتون د لریوالي یا د نشتون له امله ژوند له لاسه ورکوي، خپلې ښځې ته یې هلته ژوند نه دی غوښتی بلکې خپلې ښځې ته د شاهانه ژوند تمنا کړې، هغه یې د قصرونو لایقه ګڼلې، زامنو ته یې د اروپا رڼاګانې غوښتي اوس یې یو زوی د شرابو په نېشه کې راځي جهاد او مجاهدت ته کنځلې کوي، غیر نورمال حرکات کوي او له خولې یې ناړې بادیږي.د ګلبدین حکمتیار زامن وګورﺉ چې د اروپا برانډ لباس، بوټونه او د لاس ساعتونه کاروي، هغه دا توکي په بهر هیوادونو کې رانیسي، خو حکمتیار ټول عمر نورو ته لوږه غوښتې، جګړه یې غوښتې او جنت یې غوښتی.د سیاف زامن که په هیواد کې وو که له هیواده بهر، خو سیاسي لویو موقفونو کې ګمارل شوي ول، ملت ته به یې د دعاګانو سپارښتنه کوله او دده ګټه که جنګ وه فتوا ورسره وه، که متارکه یې هم کوله دینې صبغه یې کاروله خو دا هر څه یې د خپل حرص او هوس لپاره کول.د عطاء نور زامن هم داسې وګڼئ، د جګړه مار پلار وروسته یې زامنو د وطن پر زلمیو سیاستونه کول آن د دوحې په مذاکراتي هیئت کې یې ځای کړل.خلاصه دا چې د افغانستان جګړه مارو له خپل ځان وروسته خپل زامن او لوڼې په ملت تحمیل کړې.له راحله دوستم واخله تر ګل الرحمن همدرد پورې د جنګي قومندانانو پر زامنو پارلمان او د مشرانو جرګه ولړل شوه، د امریکا سره امنیتي تړون ته شنه کارتونه همدوی جیګ کړل، د امریکایانو بمباردونو ته یې سند ورکړ. له ملت یې د مادام العمر معاش باج هم کېښود. وروسته ضروت د سیاسي شعور څه دی ؟ ځواب یې همدا دی چې سپینو لستوڼو کې تور خنجرونه وګورو.چاته اجازه ورنکړو چې پر موږ سیاستونه وکړي، شخصي سلیقې او کورنی اقتدار راباندې وتپي. د واک جزیرې وزیږوي، ملیشې جوړې کړي او په دې سپیو ملت وداړي.یو فرصت ډیر ښه برابر شوی چې د افغانستان د اقتدار راس ته داسې څوک راغلی چې د وطن او ایمان لپاره یې زوی قرباني کړی، خپل زوی یې د ملت له زوی بهتر نه دی ګڼلی.هیڅوک تنظیمونو او ډلو ته نه دي اخته، يوازي ملي منافعو ته په خدمت خولې تویوي.سیاستونه زموږ ملي ارمانونه دي نو سياسي بصیرت تر ټولو اوله اړتیا ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version