د چين هېواد د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د فلسطين په رفح ښار کې روان ظلم وحشت دی او د غربي نړۍ يو وحشي او اصلي انځور وړاندې کوي.ياد وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي:” د دې بريد تر شاه همغوی ولاړ دي، چې هر کال د بشري او انساني حقونو تر نوم لاندې ميليونونه ډالر لګوي”په دغه اعلاميه کې د چين د بهرنيو چارو وزارت له اسرائيلي لوري غوښتنه کړې، چې د فلسطين په رفح ښار کې خپل وحشيانه بريدونه ودروي.د چين د بهرنيو چارو وزارت په رفح ښار کې روان وحشت په اړه په داسې حال کې څرګندونې کوي، چې لاهم د فلسطين ګاونډيو هېوادونو په شمول د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه د اسرائیلو لخوا د روان ظلم او وحشت په اړه چوپه خوله پاتې دي.افغان حکومت هم تېره اونۍ په يوې خپره کړې، اعلاميه کې د فلسطين هيواد په رفح ښار د اسرائيلو وحشيانه بريد غندلی و او په ياد ښار يې د برېدونو د ودرولو غوښتنه کړې وه.د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي و، چې په غزه د وروستيو برېدونو او جګړو له امله ګڼ شمېر فسلطینانو د ښځو او ماشومانو په ګډون رفح ښار ته پناه وړې ده؛ نو پکار ده، چې په دغه ښار کې روان وحشيت او نسل وژنې ته د پای ټکی کېښودل شي.په اعلاميه کې د نړۍ په با نفوذه هېوادونو غږ شوی و، چې په اسرائيلي هېواد فشار راوړي، څو په رفح ښار کې خپل بريدونه بند کړي.رفح ښار د غزې په تړانګه کې پروت ښار دی، چې په غزې د سختو جګړو او برېدونو له امله ګڼ شمېر فلسطينيانو د ځان د خوندي ساتلو په موخه دې ښار ته پناه وېوړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version