د بغلان ځايي مسوولین وايي، نن سهار د پخلمري ښار په سیلو سیمه کې د مخکېنۍ ادارې یو عسکر د نامعلومه وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د ځايي مسوولینو په خبره، وژل شوی عسکر حیات الله محمد نومېده، چې نن سهار پینځه بجې د پلخمري ښار د سیلو په سیمه کې د موټر سایکل سپرو له لوري د تومانچې په وسیله وژل شوی دی.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، وژل شوی عسکر په سینه کې په مرمیو ویشتل شوی و، چې د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

امنیتي مسوولین وايي، د پولیسو له لوري د وژونکو پلټنه روانه ده او ډېر ژر به یې وژونکي د قانون منگولو ته وسپارل شي.نن سهار یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې گوندې حیات الله محمد د بغلان د امنیتي کسانو له لوري وژل شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنۍ له پیله ټولو پخوانیو نظامي کسانو ته عمومي بښنه شوې او تر دې مهاله د اسلامي امارت له لوري هېڅ کوم نظامي کس ته زیان نه دی اوښتی.

اوسمهال د هېواد په گوټ ـ ګوټ کې د مخکېنۍ ادارې زرگونه عسکر خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي، چې تر اوسه کوم تن ځورول شوی نه دی.

بغلان کې یو سرچینې هندوکش غږ ته ویلي، حیات الله محمد شخصي دښمني لرله او یو ورور یې هم لس کاله مخکې د مخکېنۍ ادارې د یو قومندان حسین طاهر له لوري وژل شوی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version