محمد فیصل
د افغان حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دوه ورځې وړاندې ایران ته تللی و، څو د ایران د مړ شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره الوتکه کې د نورو وژل شویو ملګرو جنازه کې ګډون وکړي.
په افغان پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم شامل و.ملا برادر او ورسره مل پلاوي ته د افغانستان له پاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له لوري ګرم ښه راغلاست وویل شو.دا سفر له سیاسي اړخه ډیر ګټور وو.
ملا برادر چې د امارت په مشرانو او بنسټ ایښودونکو کې راځي، له بهرنیو هیوادونو او اشخاصو سره یې د افغانستان اړیکو جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.
یو پام وړ ملاقات چې تهران کې تر سره شو هغه د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره وو.
ملا برادر چې وړاندې په قطر کې د امارت د سیاسي دفتر مشر و، له اسماعیل سره یې هلته لیدل شوي وو او دواړو له مخکې یو بل پیژندل.
تهران کې له شوې لیدنې ښکاري چې دواړه د یو بل لیدلو ته له ډیر وخت څخه انتظار و او تهران د لیدلو له پاره یو ښه فرصت و.
سره له دې چې ملا برادر تهران کې د نورو هیوادونو له مشرانو سره هم لیدلي، خو له اسماعیل هنیه سره لیدنې یې د خلکو او رسنیو توجه جلب کړې وه.
طالبان او حماس د اشغالګرو پر ضد د اوږدې مبارزې د تاریخ تر څنګ نور ګډ مشترکات لري.
حماس په ۱۹۸۷ او د طالبانو غورځنګ په ۱۹۹۴ کې راپورته شو. دواړو د اشغالګرو پر ضد قوي مبارزه کړې او تاریخونه یې له قربانیو ډک دي.
دواړو په بیلابیل مهال کې د یو بل د مبارزې او جګړې ملاتړ هم کړی دی.
د حماس یو مشر حسام بدران موده وړاندې ویلي وو چې حماس د جهاد برخه کې له طالبانو الهام اخیستی دی.
حماس په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو باندې خوښي ښودلې او مبارکي یې هم ویلې وه.
د حماس له مشر اسماعیل هنیه سره د ملا برادر توده لیدنه ښیي چې د طالبانو او حماس تر منځ قوي فکري ملګرتیا موجوده ده.
ځینې خلک به طبعاً په دغه لیدنه خپه شوي وي، خو له اسماعیل هنیه سره د ملا برادر لیدنې ښیي چې دواړه ډلې یو بل ته نږدې دي او ملګرتیا سره پالي او ملا برادر په دغه ملګرتیا جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.