د ملي پراختیا شرکت ویاند نبيالله ارغندیوال وایي، نن ورځ به د لوړو پوړو چارواکو په شتون کې د بغلان ولایت د غوري سمنټو نوې فابريکه پرانیستل شي.
د ارغنديوال په وينا، د دې فابريکې له ۳۰ تر ۵۰ سلنې تجهیزات د هېواد دننه د ملي پراختیا شرکت په کارخونو کې تولید شوي.
د معلوماتو له مخې، چې دغه فابريکه به په ۲۴ ساعتونو کې د ۵ زره ټنو سمنټو د تولید ظرفیت ولري او هېواد به د سمنټو د توليد په برخه کې تر ډېره کچه پرځان بسيا شي.