د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، بلخ ولایت د شورتپې ولسوالي اړوند د پتلي ایلاق په سیمه کې د امو سیند د انشعابي چینلونو د بندولو پروژې چارې پیل شوې.

د معلوماتو له مخې، دغې پروژې چارې د امو سیند څنډو د ټینګښت ریاست د ماشینرۍ، مالي امکاناتو او تخنیکي ټیم په مټ پر مخ بېول کېږي.

ویل شوي، د دغې پروژې په پلي کېدو سره به لسګونه جریبه ځمکه په کرنیزو ځمکو بدلې او لسګونه جریبه نورې ځمکې د امو سیند له ویجاړیو څخه خوندي شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version