د افغانستان برښنا شرکت وایي، د ترکمنستان-هرات د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برښنا مزي چې د هرات ولایت د رباط‌ سنګي ولسوالۍ اړوند بند بقرچر سیمه کې پرې شوي وو، په موقته توګه بېرته نښلول شوي دي.

د یاد شرکت په وینا، د دغو مزو نښلول کېدو سره د هرات ښار او د دغه ولایت ولسوالیو برښنا، چې د ترکمنستان له وارداتي برښنا څخه تمویلېږي، بېرته فعاله شوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version