هندوکش‌غږ د بلخ ولايت له ځایي امنيتي سرچينو معلومات ترلاسه کړي، چې نن ماښام شاوخوا ۷:۲۰ دقيقې، د شر او فساد ډلې (جبهه ازادۍ) يو غړی دين محمد چې په تېر پرځېدلي جمهوري حکومت کې اربکی وو چې اوس مهال یې غوښتل د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ښار د لومړۍ حوزې اړوند، د دشت شاديان سرک پر امنيتي پوستې د لاسي بم بريد وکړي هدف ته تر رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو په ډزو وژل شوی.

هندوکش‌غږ ته د سرچينو له لوري لېږل شوي انځورونه ښيي چې د ياد کس لاسي بم په لاس کې وو او همدا شېبه یې غوښتل په پوسته برید وکړي چې امنيتي ځواکونه پرې پوه شوي او په ډزو ېې وژلی دی.

د شر او فساد ډلو په دې وروستيو کې دا څويم ځل دی چې غړي یې هدف ته تر رسېدو وړاندې يا امنيتي ځواکونو وژلي او يا هم د استخباراتو منسوبينو د کشفي راپورونو پر اساس د هغوی پټنځايونه په نښه کړي او نيولي یې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version