د بلخ ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې وايي چې په بلخ ولایت کې د پنځوس میلیونه ډالرو پانګونې سره د تیلو یوه چاڼ خونه د سیمه‌ییزو مسوولینو، پانګه والو او سوداګرو په حضور کې پرانیستل شوه.

خبرپاڼه وايي چې د تیلو دا چاڼ خونه پر ۵۰ زره متره مربع ځمکه جوړه شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټُنو خامو تیلو د پروسیس وړتیا لري.

د بلخ سیمه‌ییز مسوولین د دغو مراسمو پرمهال ويلي اسلامي امارت په هېواد کې له پانګونې ملاتړ کوي او له همدې یې ۲۰۰ زره جریبه ځمکه د سوداګرو او پانګه والو ملاتړ په موخه صنعتي ښارګوټو ته ځانګړې شوې چې شل زره جریبه یې په بلخ ولایت کې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version