راپورونه وایي، امریکا کې د ستر ژمني طوفان له امله لږ تر لږه ۱۶۰ زره کسانو باندې برښنا پرې شوې او له څلور زره زیاتې الوتنې د هوا د خرابوالي له امله لغوه شوې دي.

د امریکا هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې، چې د راتلونکې اوونۍ په جریان کې به د هېواد لویدیځ او ختیځ ته واوره، باران او د یخنۍ سختې څپې خپرې شي، چې په ځانګړې توګه ختیځو ایالتونو د خلکو ژوند او فعالیتونه له ستونزو سره مخ کولی شي.

د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ وار له مخه په یو شمېر ایالتونو کې له همدې امله بېړنی حالت هم اعلان کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version