د بلوچستان پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې د بلوڅو بېلتون پالې ډلې (بي‌اېل‌اې) او د بلوڅو ازادي غوښتونکې ډلې (بي‌اېل‌اېف) د تېرې جولای مياشتې د بريدونو د راپور په خپرولو سره ويلي، چې ځواکونو یې په دغه موده کې د پاکستان حکومت ۳۶۴ کارکوونکي وژلي او ټپيان کړي دي.

سرچينه وايي، د بلوڅو د ازادي غوښتونکې ډلې (بي اېل اېف) سرمچارو تېره مياشت پر پوځي او استخباراتي ادارو ۱۲۲ بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۲۶ حکومتي کارمندان وژلي، ۷۸ ټپيان کړي او ۳ نور یې ژوندي نیولي دي.

دغه راز بيا د بلوڅو د بیلتونپالې ډلې(بي اېل اې) ځواکونو تېره جولای مياشت د پاکستان پر پوځي او استخباراتي ادارو ۳۸ بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې تر ۱۲۳ زیات حکومتي کارمندان وژلي، تر ۳۷ زیات ټپيان کړي او ۱۰ نور یې ژوندي نیولي دي.

د ويلو ده، چې دواړه ډلې په خپلو کې سره همغږې دي او وخت ناوخت‌ د پاکستان حکومت پر وړاندې ګډ بريدونه هم ترسره کوي.

تر دې‌ ورهاخوا بيا د پاکستان د طالبانو غورځنګ هم تېره مياشت په خپلو پراخو بريدونو کې سلګونه پاکستاني پوځيانو او عسکرو ته مرګ‌ژوبله‌ اړولې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version